د کابل ښار د امن او نظم لپاره وروستیو هڅو تر اوسه پورې مثبته پایله لرلې ده. په ښار کې غلاوې او شوکې کمې شوې دي. یو څو مجرمین نیول شوي، خو ډېر یې وېرېدلي دي او ځانونه یې پټ کړي دي. له بله اړخه د ښار د نظم لپاره هم ځینې کارونه شوي دي، ځینې لارې پرانیستل شوي، غصب شوې سیمې خلاصې شوي او ځینې نور کارونه هم شوي دي.
دا ټول کارونه مهم او د ستاینې وړ دي. کابل ښاریان د دې هڅو او کړنو هرکلی او ستاینه کوي، خو لا هم څو جدي او مهمې اندېښنې لري:
لا هم تمرکز په ځانګړي ډول د ښاري نظم تمرکز د ښار په ځینو سیمو دی او ټولې برخې یې نه دي را نغاړلي. په ځینو سیمو کې کارونه شوي، خو تر ډېره سبمولیک دي او اساسي کار نه دی شوی. د ښار د نظم او تنظیم په برخه کې شوي کارونه واړه دي. په ښار کې د نظم پر وړاندې د لویو خنډونو د لرې کولو هڅې نه تر سترګو کېږي، د لویو غاصبینو پر وړاندې ګام نه اخیستل کېږي او یوازې د څو وړو غاصبینو پر ضد ګام اخیستل شوی دی، چې په نظم او تنظیم کې یې لویه مرسته نه ده کړې. د دې تر څنګ په لارو او سرکونو کې د لویو موانعو د لرې کولو او د سرکونو د ازادولو په برخه کې هم کوم محسوس کار نشته او داسې ښکاري چې د امنیتي دلایلو په خاطر به دولت په دې برخه کې کوم خاص څه نه کوي.
له بله اړخه مهمه او اساسي وېره دا ده چې دا کارونه به لنډمهاله وي او ښايي دولت یو ځل بیا د کابل امن او نظم له لومړیتوبه وباسي چې دا چاره به نه یوازې بېرته نا امني خپره کړي، بلکې د ښار د نظم لپاره شوي کارونه به هم په ټپه ودرېږي او پخواني شوي پرمختګونه به هم له لاسه ووځي. دا وېره ځکه جدي ده چې اوس دا هر څه د سیستم له مخې نه دي روان او یوازې له پاسه د فشار په پایله کې دا پرمختګونه شوي دي. دا وېره شته چې که له پاسه فشارونه کم شي، نو اړوند وزارتونه او ادارې به بېرته پخواني حالت ته وګرځي او بیا به په خپله دنده کې فساد او عفلت کوي. تر هغو چې اصلي او مسوولې ادارې خپل کار ونه کړي او په کوچنیو کارونو کې ولسمشر او د هغه مرستیالان مداخله وکړي او تنظیم یې کړي، موږ د اساسي او دوامداره سمون تمه نه شو کولی. له بده مرغه اوسني کارونه سیستماتیک او منظم نه دي، نو ځکه یې د له لاسه ورکولو وېره شته.
په ټوله کې د کابل ښار د امن او نظم په برخه کې وروستۍ شوې هڅې او پرمختګونه د ستاینې وړ دي، خلک ترې خوښ دي او ملاتړ یې کوي، خو د دې لپاره چې د کابل ښار د امن او نظم لپاره اساسي کار وشي، پکار دي چې دا سمونې او هڅې د سیستم برخه شي او هره اداره په دې برخه کې خپل رول ولوبوي. د دې تر څنګ د امن او اصلاح لپاره باید ټول ګامونه له توپیر پرته واخیستل شي. د ټولو وړو او لویو غلو، غاصبینو او هغو کسانو پر ضد باید ګام واخیستل شي چې د ښار امن او نظم یې خراب کړي دي. ولس په دې چاره کې د حکومت تر څنګ دی او حکومتي چارواکي باید ثابته کړي چې رښتیني دي.