د افغان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي او د بورډ غړو څه موده وړاندې د اجراییه ریاست لپاره د اعلان شوي بست په موخه له یو شمېر غوره شوو نوماندانو سره مرکې وکړې چې له منځه یې ښاغلی رحمت الله قریشي د غوره نوماند په توګه نن په رسمي ډول ادارې ته معرفي شو. کرکټ بورډ ویلي چې قریشي یو مجرب مدیر دی چې له بېلابېلو ملي او څو-ملیتي ادارو سره شاوخوا ۲۳ کلنه تجربه لري چې له دې منځه یې له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیریت په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی د معرفۍ په دې ناسته کې د ادارې سرپرست اجراییه رییس ښاغلي محمد نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. همدارنګه نوي ګومارل شوي اجراییه رییس قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي. نوی اجراییه رییس داسې مهال د سرپرست اجراییه رییس محمد نظیم جارعبدالرحیمزي له لوري د کرکټ بورډ ادارې ته ور پېژندل کیږي چې، د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی د څوو میاشتو راهیسې په انګلستان کې دی او له همغه ځايه د ادارې چارې سمبالوي.