په کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ پر مرکز په برید کې لسګونو محصلینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. برید پرون په داسې حال کې وشو چې محصلین په ټولګیو کې پر زده کړو بوخت وو. دغه برید څو ساعته دوام وکړ چې د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد. طالبانو برید غندلی او لاس لرل یې پکې رد کړي دي، خو حکومتي چارواکي یې د طالبانو کار ګڼي. ولسمشر غني ویلي چې ترهګرو په هلمند کې ماتې خوړلې، ځکه پر ملکي ادارو برید کوي، خو لومړي مرستیال یې دا د استخباراتو ستره ناکامي ګڼلې چې د دغه برید مخه یې نه ده نیولې.
دا لومړی ځل دی چې په تېرو شلو کلونو کې پر پوهنتون برید کېږي، خو تر دې وړاندې پر ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو، جوماتونو او نورو داسې ځایونو هم بریدونه شوي دي. د ډېری دغو بریدونو پړه داعش اخیستې ده، خو تل دې ته د شک په سترګه کتل شوي چې په دې برید کې به داعش په رښتیا هم په یوازې ځان ښکېل وي. پر کابل پوهنتون وروستی برید بې ساری دی، چې یو وحشیانه، ظالمانه او غیر انساني کار دی. دا برید هغو استخباراتي کړیو پلان کړی و چې هېڅ ډول اسلامي او انساني ارزښتونه نه پېرني او نه ورته احترام لري. دوی خپل دغه برید د پوهې، علم او رڼا د دښمنانو او د جهالت او ابوجهل د لارویانو پر مټ وکړ چې د کابل پوهنتون لسګونه محصلین یې په خپلو وینو ولمبول.
بریدګر او د دغه برید طراحان وحشیان، ظالمان او د پوهې او علم دښمنان دي، چې په هېڅ دین او قانون کې یې دا عمل نه توجیه کېږي. له بده مرغه زموږ امنیتي ادارې ونه توانېدلې چې مخکې له مخکې د دغو بریدونو مخه ونیسي. لکه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا رښتیا هم یوه استخباراتي ناکامي وه، ځکه چې مخکې له مخکې باید د دغه ډول بریدونو مخه ونیول شي، ځکه چې له برید وروسته سخته ده چې کنټرول شي. د دغه برید د څرنګوالي او پوهنتون ته د دومره ډېرو وسلو او بریدګرو د لېږد په اړه هم ګڼې پوښتنې او شکونه شته چې پکار ده ځواب ورته وویل شي.
له بده مرغه له بله اړخه د دې پر ځای چې د دغه ډول بریدونو اصلي رېښې پیدا شي، مخه یې ونیول شي او اصلي لاملین یې پیدا شي، هڅه کېږي چې سیاسي استفاده ترې وشي او د هغو موخو لپاره ترې استفاده وشي چې خلک ورسره همغږي نه دي. حکومتي چارواکي ادعا کوي چې برید طالبانو کړی، خو په دې اړه یوازې ادعا بسنه نه کوي. طالبانو ډېر بریدونه کړي او په دې اړه خلک معلومات لري، خو که حکومت په دې اړه رښتیا هم اسناد او شواهد لري چې دا برید طالبانو کړی، پکار ده چې له خلکو سره یې شریک کړي، څو خلک پر حقیقت پوه شي. که حکومت د طالبانو او داعش د ګډ کار او اړیکو په اړه هم اسناد او شواهد لري، باید له خلکو سره شریک شي، ځکه چې ظاهرا طالبان له داعش سره په جګړه کې دي. خو که د دغه ډول بریدونو څخه سیاسي استفاده کېږي، د سولې پروسه پرې تخربیږي او اوبه پرې خړېږي، دا نو بیا نه یوازې ناسمه کړنه ده، بلکې نور شکونه هم پيدا کوي.
اوس هغه وخت دی چې د دغه برید او طراحانو په اړه یې باید واضح خبرې وشي، حکومت دې خپل ټول اسناد او شواهد شریک کړي او طالبان هم که په دې اړه څه لري، باید له ولس سره یې شریک کړي. دا هغه لاره ده چې اصلي قاتلین او وحشیان پرې معلومېږي. له دې پرته تورونه او له بریدونو سیاسي او تبلیغاتي استفاده، نه یوازې دا چې د دغو بریدونو مخه نه شي نیولی، بلکې د قربانیانو له وینو سره هم غیر مسوولانه چلند دی.