له کرونا سره د مبارزې په لړ کې د امریکا سنا د اقتصادي محرک تر نامه لاندې د دوو تريلیونو ډالرو طرحه تصویب کړې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه طرحې له مخې هڅه کېږي چې په امریکا کې د کرونا له امله رامنځ ته شوی اقتصادي وضعیت کنټرول شي او اجازه ور نه کړي چې واړه کاروبارونه سقوط وکړي. ددې طرحې له مخې به هر امریکایي وګړي ته ۱۲ سوه ډالر په نقدي توګه ورکول کېږي او همدا راز به له وړو کاروباریانو او شرکتونو سره مرسته کوي چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي. په ورته وخت کې د سنا ځينې غړي وايي چې د نهايي تصویب لپاره به ددغه طرحې مخالفت وکړي، ځکه دا طرحه امریکایان د کار پر ځای لټۍ او بېکارۍ ته هڅوي.