افغان حکومت وایي د روانې میاشتې تر پایه به ۱۰۰ طالب بندیان په مشروطه توګه خوشي کېږي. د املي منیت شورا د سلاکار ویاند جاوید فیصل ویلي د طالبانو، افغان حکومت او امریکا د وروستیو خبرو په پایله کې دې ته تیاری نیول شوی چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به سل کسه طالب بندیان ددوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند مودې ته په کتو خوشي کېږي. دی وایي شرط به دا وي چې دغه کسان بېرته د جګړې لیکو ته نه ستنېږي. فیصل زیاته کړې چې په همدې موخه به د طالبانو یو پلاوی له افغان چارواکو سره ګوري څو د زندانیانو د خوشي کېدو مسئله نهایي شي. طالبانو هم ویلي چې د زندانیانو د تایید او تشخیص لپاره یې یو پلاوی بګرام زندان ته ځي. په کابل کې د امریکا سفارت بیا د زندانیانو د تبادلې لپاره د دواړو لورو له اقدام هرکلی کړی دی او په خبره یې دغه فعالیتونه به د بین الافغاني خبرو لپاره لار هواره کړي.