ستاسو په ژوند او کاروبار کې د بریا یو لامل دا دی چې په هر وخت او هر ډول شرایطو کې پخپله گټه مذاکره وکړای شی. مذاکره اړین مهارت دی چې ستاسو پر چلن، وینا، شخصي او کاري معاملو اغېز کوي. که پخپله گټه مذاکره تر سره نه شی کړای، نو د داسې کسانو لپاره به قرباني شی چې تر تاسو ښه مذاکرهکوونکي دي. که ښه مذاکرهکوونکي واوسئ، نو تل ښه عاید تر لاسه کولای او ښې معاملې تر سره کولای شی.
کېدای شي ژوند ته د خبرو اترو د یوې اوږدې پروسې (له پیدایښت نه تر مړینې پورې) په سترگه وگورو. مذاکره هېڅکله نه درېږي. مذاکره په ژوند او له نورو سره د اړیکو په جوړولو کې بنسټیزه ونډه لري. خلک د مذاکرو په مرسته د ژوند او کار د جوړولو لپاره د یو بل تر څنگ بېلابېل ارزښتونه او سلیقې موندلای شي. ستاسو وړتیا د یوې بریالۍ مذاکرې په تر سره کولو کې له نورو سره ستاسو د ښه تعامل ښکارندویي کوي، ځکه انسان تل دا خوښوي چې ژوند یې پرمختگ وکړي. مذاکره د تمدن له پیل څخه تر اوسه شته. په اوس وخت کې ټول د ښه کار او ښو شیانو په لټه کې دي. ټول خلک غواړي چې په لږ وخت، لږو لگښتونو، ساده لارو او ژر تر ژره خپلو موخو ته ورسېږي. موږ ټول له داسې کسانو سره په سیالۍ کې یو چې هغوی هم غواړي زموږ د موخو د پایلو په څېر هر څه ته ورسېږي. په جوړجاړي، مذاکرې او مبادلې بېلابېلې غوښتنې او اړتیاوې تر لاسه کولای او دا باور درلودلای شو چې ښې لاس ته راوړنې به ولرو.
د هر څه ارزښت او بیه هغه وخت ټاکل کېږي چې ارزښت او غوښتنه یې لوړه وي. د څیزونو ارزښت د یوه ځانگړي کس لپاره په ځانگړي وخت او شرایطو کې ټاکل کېږي. ارزښت لرل تل شخصي پرېکړه ده؛ خو موږ هېڅکله له مخکې د یو شي وروستۍ بیه یا مناسب شرایط نه شو ټاکلی. خلک تل په یوه معامله کې د خپلو اړتیاوو په لیدلو یوه بیه وايي، یا یوې بیې ته زړه ښه کوي. شخصي ارزونه؛ یانې دا چې د سامانونو، پیسو، خدماتو یا نورو شیانو د بدلولو او رابدلولو انگېزه درکړي. که د معاملې دواړې خواوې پر دې باور ولري چې د معاملې له تر سره کولو وروسته د دوی حالت تر پخوا ښه کېږي، نو لگښتونه او شرایط مني. د هغوی په فکر همدا فکري اختلاف سیالي لا په زړه پورې کوي.
کله چې دا کتاب لولی، په دې اړه فکر وکړئ چې زه باید له نن څخه ښې لاسته راوړنې ولرم او هغه وخت چې دا مفکورې عملي کړی، حیران به شی چې څه گټوره مذاکره مو تر سره کړې او څومره یې له پایلو خوښ یاستی.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.