د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په هنگری هېواد کې یې یو لوړپوړی ډیپلوماټ د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی. د یاد وزارت په خبره، ۳۷ کلن استیون ډیک په کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب ویلي چې د یاد ډیپلوماټ پر مړینه خواشینی دی او د هغه کورنۍ ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي. بریتانیا کې تر اوسه د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۴۲۲ او ورباندې د اخته کسانو شمېر بیا ۹۵۲۹ ته رسېدلی دی.