سي ان ان ټلویزیوني شبکې د یو امریکایي ډاکتر له خولې ویلي چې کرونا ځپلی نیویارک ایالت د روغتیایي تجهیزاتو له بېساري کمښت سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې چې روغتونونه د کرونا ویروس پر ناروغانو ډک دي، دوی اکسیجن او نورو روغتایي توکو ته سخته اړتیا لري. نوموړي د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې نیویارک ایالت د دریېمې نړۍ له یو هېواد سره برابر دی او په خبره یې امریکا غوندې هېواد کې د داسې وضعیت دوام د زغم وړ نه دی. هغه ویلي، وړاندې تر دې به یوازې تر اتیا کلونو ډېر عمر لرونکي کسان په دې ناروغي اخته کېدل خو اوس ویني چې تر څلوېښتو پورته عمر لرونکي کسان هم پر دې ناروغي اخته کېږي چې دوی یې د تداوي لپاره کافي امکانات نلري. یاد ډاکتر ویلي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او دا ایالت په جهنم بدل شوی دی.