د نړۍ په کچه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نیم میلیون اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې سویلي اروپا د دې ویروس مرکز دی، او د ایټالیا او هسپانیې هېوادونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا په ځینو هېوادونو کې هره ورځ سلګونه کسان د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د بریتانیا حکومت ویلي چې تېره ورځ په لومړي ځل له ۱۰۰ ډېر کسان د کرونا ویروس له امله وژل شوي دي. په بریتانیا کې تر دې دمه کرونا ویروس د ۵۷۸ کسان ژوند اخیستی دی. ایټالیا کې لا هم وضعیت ترینګلی دی او تېره ورځ ۷۱۲ نور کسان هم ددغه ویروس له امله مړه شوي دي.