د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې د عامه اړیکو کمېټې رییس وحید عمر وايي، کابینې په کابل ښار کې د ګرځبندیز او قرنطین طرحه تصویب کړه. دغه طرحه چې پرون د کابل ولایتي ادارې لخوا له ادارو سره په ګډه جوړه شوې وه، نن کابینې ته وړاندې شوه چې له مخې یې د درېیو اوونیو لپاره د کابل ټول غیر ضروري بنسټونه او ادارې رخصت اعلانېږي. د ولسمشر سلاکار وحید عمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دغه ګرځبندیز او قرنطین مودې د مدیریت لپاره د ټاکل شوې کمېټې نومونه او جزیات به وروسته خپاره شي. د دغې طرحې په اړه د کابل د والي له دفترڅخه په لېږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د طرحې له مخې به کابل ښار قرنطین اعلان او له محلي مرکزي ادارو، ولسوالیو، د ښار ناحیو، عامې روغتیا وزارت، روغتونونه، کابل ښاروالي او نورې ادارې چې کار یې د کرونا پر ضد مبارزه کې له شریکو ادارو پرته به ټول بنسټونه رخصت اعلان شي.