له تمې سره سم د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن وګټلې. که څه هم د ټرمپ لخوا بایډن ته د واک لېږد ته څه باندې دوې میاشتې وخت پاتې دی، خو سر له اوسه په افغانستان کې دا بحث ګرم دی چې بایډن به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له حضور، جګړې او سولې سره څه ډول چلند کوي؟
بایډن د کمپاین پر مهال د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویلي، یوازې دومره یې ویلي چې له دې هېواده خپل پوځیان وباسي او یوازې یوه وړه ډلګۍ به له داعش سره د جګړې لپاره پرېږدي. تر کاندیدۍ وړاندې بایډن د افغانستان په اړه ډېر منفي نظر درلود او په دې اړه یې څرګندونې هم کړې دي. نوموړی افغانستان د امریکا لپاره دویم وېتنام ګڼي او غواړي خپل ځواکونه وباسي. بایډن دغه راز یو وخت ویلي وو چې افغانستان یو ملت نه دی او باید پاکستان ته وسپارل شي.
واک ته د بایډن راتګ به هغه له ځینو محدودیتونو سره مخ کړي او هغسې څه کول به ورته ستونزمن وي چې تر کاندیدۍ مخکې یې ویلي وو، خو یوه خبره واضح ده چې هغه نه غواړي په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي او دلته له دولت جوړونې او ملت جوړونې سره مرسته وکړي. له همدې امله د افغانستان د ستونزې ښکېل افغاني اړخونه باید هغه درک کړي او پرې تکیه ونه کړي، بلکې خپله د ستونزې د حل لپاره لاس پکار شي. که د افغانستان د حکومت تصور دا وي چې بایډن به له طالبانو سره هوکړه لغوه کړي، د ځواکونو وتل به ودروي، جګړه به وغځوي او د افغانستان له حکومت سره به د پخوا په شان بېرته مرستې پیل شي او ښې اړیکې به ورسره ولري؛ نو تېروتنه کوي، ځکه چې بایډن نه یوازې له طالبانو سره هوکړه له منځه نه وړي، بلکې د افغانستان پر وړاندې هېڅ ځان مسوول نه ګڼي او د ځپلو ځواکونو د وتلو په اړه فکر کوي. هغه ته مهمه نه ده چې په افغانستان کې دولت او ملت څنګه کېږي او په دې اړه آن له پاکستان سره د معاملې فکر هم لري.
نو پر دې بنسټ د افغانستان حکومت باید له بایډن څخه داسې کومه تمه ونه لري چې افغانستان ته به یې ګټه رسیږي، بلکې باید خپله د ستونزې پر حل تمرکز وکړي. حکومت او طالبان دواړه باید نور نه امریکا او نه هم کوم بل بهرني ځواک ته سترګې ور واړوي، بلکې خپله له یو بل سره د افغانستان ستونزه حل کړي. د بایډن له راتګ سره به هېڅ کوم لوی بدلون را نه شي، نو ځکه دواړه اړخونه خو به یا سوله کوي او یا به هم په یوه کورنۍ جګړه کې را بندیږي. اوس دواړه اړخونه باید ومني چې پر جګړه ټینګار یې نه په کور دننه د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او نه به یې هم امریکا ملاتړ وکړي. له همدې امله دوی باید د خپلو خلکو د ګټو او خوندیتوب په اړه فکر وکړي. دا فکر او دا لاره د سولې او جوړجاړي لاره ده. د افغانستان حکومت او طالبان باید دواړه انعطاف وښيي، د جګړې فکر او هڅې پرېږدي، سوله وکړي او پر یو داسې حکومت سره سلا شي چې پر اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړ وي. له دې پرته به د بایډن په مشرۍ امریکا خپل کار کوي، ځواکونه به وباسي او آن د پاکستان په شان بل هېواد ته زموږ د سپارلو له معاملې به هم مخ نه اړوي.