د امریکا د استازو جرګې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دولسمشر ټرمپ د دوه تریلیون ډالرو پلان تصویب کړ. ټاکل شوې چې ټرمپ به دا پلان ژر لاسلیک اوتوشیح کړي. د دوه تریلیون ډالرو په دغه بودجه کې به د امریکا له ټولو روغتونونو سره مالي مرسته کیږي چې د کرونا ویروس سره لا ښه مبارزه وشي او په کرونا د اخته کسانو لا ښه درملنه وشي. دغه راز د امریکا حکومت به د دغه مالي پلان په اساس له ټولو وړو کاروبارونو او سوداګریو او هغو شرکتونو سره هم مرسته کوي چې د کرونا له کبله زیانمن شوي دي. امریکا دا مهال د کرونا ځپلو هېوادونو په سر کې ځای لري. په امریکا کې تر تر دې دمه څه باندې ۱۷۳۲ تنه مړه شوي او ۱۰۴۳۴۸ پرې اخته دي.