د عامې روغتيا وزارت وايي چې په غزني هرات او فراه ولایتونو کې د کرونا ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره د دغو پېښو شمېر ۱۱۰ ته ورسېد. د عامې روغتيا وزارت سلاکار وحيد الله مايار وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لابراتوارونو ته ۵۳ نمونې راوړل شوې وې، چې له دې څخه ۱۱ په هرات درې په فراه او یوه په غزني ولایت کې وه، هغه زیاته کړه، چې دغزني نوی ناروغ په دې وروستیو کې له ایران څخه را ستون شوی و. تر اوسه په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو په ګډون ۱۱۰ تنه په دې ناروغې اخته شوي دي، ددې ویروس له امله تر اوسه دوه تنه په هرات او یو په بلخ ولایت کې مړه شوي دي.