د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټيم د تشکیل هرکلی کړی. خلیلزاد پر خپل ټویټر افغان حکومت او د سیاسي او مدني ټولنو مشرانو ته د را ټولېدلو مبارکي ورکړې چې له طالبانو سره یې د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده. خلیلزاد ویلي، یاد پلاوی د ولس د رښتیني انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګندونه کوي. نوموړي ویلي، دغه اجماع، یو با مفهومه ګام دی چې ټولې خواوې د بین الافغاني مذاکراتو لور ته نږدې کوي. خلیلزاد داسې مهال د حکومت د مذاکراتي ټیم هرکلی کوي، چې ځینو ګوندونو دا پلاوی رد کړی او ویلي یې دي، چې دا ټیم له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.