له تمې سره سم د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن وګټلې. که څه هم د ټرمپ لخوا بایډن ته د واک لېږد ته څه باندې دوې میاشتې وخت پاتې دی، خو سر له اوسه په افغانستان کې دا بحث ګرم دی چې بایډن به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له حضور، جګړې او سولې سره څه ډول چلند کوي؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.