ولډ پولټېک رېویو په یوه مقاله کې لیکي چې داعش ډلې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د دوو بریدونو مسوولیت منلی دی. ددغه نشریې په باور داعش ډله هڅه کوي دا ثابته کړي چې دوی لا هم شته دي او خطرناک فعالیتونه ترسره کولی شي. د سرچینې په خبره دا امریکا او ناټو ته د خطر زنګ دی چې که غواړي له افغانستان ووځي نو دلته داعش ډله پیاوړې کېږي او خطرناک فعالیتونه ترسره کولی شي. په مطلب کې وړاندې راځي امریکا باید دغه مسایل عادي و نه نیسي او په افغانستان کې دې د وضعیت تر سمولو مخکې د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه کوي. دغه نشریه داسې مهال یاد مطلب خپروي چې افغان حکومت او امریکا دداعش د ماتې راپورونه خپروي او ټینګار کوي چې ددغه ډلې ټول مرکزونه یې له منځه وړي دي.