کابل ښاریانو د ګرځبندیز په لومړۍ ورځ د حکومت له لوري وضع شوي محدودیتونه نه دي مراعات کړي. د رسنیو راپورونه او په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې کابل ښاریان لا هم په ښار کې ګرځي او د تېرو دوو ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده. سره له دې چې په کابل ښار کې ځینې هټۍ او پلورنځي تړل شوي دي خو لا هم ګڼه ګوڼه ده او خلک تګ راتګ کوي. د افغان حکومت کابینې تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه به په کابل ښار کې ګرځبندیز وضع کوي. د پرېکړې له مخې به کابل ښار ته تګ راتګ بند وي او دغه راز به خلک له ضروري مواردو پرته په ښار کې تګ راتګ نه شي کولی. حکومت خلکو ته سپارښتنه وکړه چې وضع شوو محدودیتونو ته پاملرنه وکړي.