په دې وروستیو کې په ایران کې ځینې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ګواکي د شرابو څښل کولای شي انسان له کرونا ناروغۍ څخه وساتي. تازه ددغه هېواد د روغتیا وزارت وایي، چې د شرابو څښلو له کبله ۴۸۰ کسان مړه شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت یو سلاکار وایي، چې ۲۸۰۰ نور ایرانیان د شرابو څښلو له کبله مسموم شوي دي. ده ویلي، چې د خلکو له لوري جعلي خبرونه چې ګواکي د شرابو څښل انسان له کرونا ناروغۍ څخه ژغوري د خلکو د مړینې او مسموم کېدو لامل شوي دي. که څه هم چې په ایران کې د شرابو او نورو نشه یي توکو پېر او پلور منع دی، خو جعلي خبرونو خلک دې ته هڅولي څو شراب وڅښي، چې تر اوسه پورې سلګونه کسان مړه کړي او ګڼ نور یې مسموم کړي دي.