له افغانستان څخه به بېړنۍ توګه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بحثونه لا هم ګرم دي او داسې ښکاري چې ټرمپ په دې تړاو خپله ژمنه عملي کوي. د امریکايي ځواکونو وتل که له یوه اړه یو مثبت او ښه ګام دی، خو له بله اړخه دا د جدې اندېښنې وړ ده چې د امریکايي ځواکونو له حضور وروسته افغانستان به له څه ډول برخلیک سره مخ وي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د ټلېفون پر کرښه مو د بحث مېلمانه دي، د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر حکمت الله حکمت او په بهر کې مېشت پخوانی افغان دیپلومات عزیز معارج. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.