په کابل ښار کې د ګرځبندیز په دویمه ورځ سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او په ځینو برخو کې خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په سړکونو او کوڅو کې تګ راتګ وکړي. د راپورونو له مخې د کابل ښار په ډیری برخو کې د کابیني د پرېکړې د عملي کولو لپاره امنیتي ځواکونه لاس په کار شوي دي. د کابل ښار په مرکزي سیمو کې ډېری لارې تړل شوې دي او هغه موټرونه بېرته ګرځول کېږي چې په ښار کې تګ راتګ کوي. په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپرو شوو راپورونو کې ښکاري چې پولیسو د خلکو د تګ راتګ مانع ګرځي. افغان حکومت د کرونا ویروس د خطر له ډېرېدو وروسته پرېکړه وکړه چې په کابل ښار کې د خلکو د ساتنې او خوندیتوب لپاره په تګ راتګ بندیز لګوي.