رسنۍ او ارتباطات هر وخت او په پرله پسې ډول د غیر اقتصادي څانګو په ذریعه په دودیزه توګه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. د بېلګې په توګه، د رسنۍ د محتوا تحلیل کېدای شي، چې د هغه ارزښتي ټولنو او نظامونو د درک لپاره استفاده شي، چې موږ پکې ژوند کوو.
د رسنیو اقتصاد، د اقتصاد د علم مطالعه د رسنیو له مطالعې سره ګډوي او هغه اقتصادي بدلونونه څېړي چې د مدیرانو، فعالانو او د رسنیو د برخو د نورو تصمیم نیونکو ټاکنې هدایت او یا هم محدودوي.
په دغه برخه کې د رسنیو د اقتصاد ځینې هڅې شوې دي. د رسنیو د اقتصاد په اړه د الباران تعریف، د ډېرو اړتیاوو او غوښتنو په برخه کې د محتوا د تولید لپاره له کم پيدا منابعو څخه د رسنیزو صنایعو د استفادې پر څرنګوالي ټینګار کوي.
«د رسنیو اقتصاد» کتاب د همدې تشې د راډکولو په نیت تر هېوادوالو رسېږي. دا کتاب د ژورنالېزم او اقتصاد له تړاوه راته غږېږي. رسنۍ پر اقتصاد څومره اغېز کوي او اقتصاد پر رسنیو کوم اغېز کړی؟ تبلیغات څه دي؟ ولې کېږي او څرنګه باید وشي؟ له انټرنېټه د عاید لاسته راوړلو کېسه څرنګه ده؟ ټولنیزې رسنۍ، د ټلوېزیوني خپرونو اقتصادي ځانګړنې کومې دي او په خپله ټلوېزیوني خپرونې څه دي؟ نوې رسنۍ او تبلیغات یې، د بازار متغییر جوړښتونه او پولې او… دا ټول موارد په دې کتاب کې په ډېره ښه بڼه توضیح شوي دي.
دا برخه ځکه ډېره اړینه ده، چې موږ یې په نړیواله کچه عملي پایلې ګورو. هند له بالیووډ سینما دومره عاید اخلي، چې د هېواد د اقتصاد ستره برخه یې پرې تکیه ده. دا د ژورنالېزم او اقتصاد د تړاو اهمیت راته جوتوي. د کتاب چاپ کوونکې منبع وايي، موږ همدې اهمیتونو ته په کتو دغه کتاب تر هېوادوالو رسوو او باور مو دا دی، چې منځپانګه به یې ابتکاري وي.
کتاب د مشهور لیکوال «ګیلیان دویله» لیکلی اثر دی او تکړه ژباړن «روح الله زهیر» یې پښتو ته د راژباړلو خواري کړې ده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.