پرون د کابل ښار په بېلابېلو ملکي سیمو ۱۴ راکیټي بریدونه وشول چې پکې اته کسان شهیدان او ۳۱ نور ټپیان شول. برید د ښار له منځه په دوو موټرو کې د ځای پر ځای شوو راکیټونو په وسیله وشو. طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.
پر کابل ښار دا راکیټي بریدونه یو وحشیانه او ظالمانه عمل و چې پکې ټول ملکي ځایونه په نښه شوي وو او مرګ ژوبله هم یوازې ملکي وګړو ته اوښتې ده. دغو راکیټونو خلک ووېرول، ځینې ښوونځي رخصت شول او ډېرو خلکو ته یې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال پر کابل ښار د ړندو راکیټونو د ویشتلو وخت ور یاد کړ. هغه وخت او بیا له هغه وروسته د تنظیمي جګړو پر مهال هم پر کابل ښار همداسې ړانده توغندي ورېدل چې پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته. دا بریدونه له هغو سره یو توپیر لري چې بریدګر معلوم وو او مسوولیت یې هم مانه، خو اوس د دغو بریدونو لاملین ورک دي، حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي او طالبان ترې یو مخ انکار کوي. له دې سره دا وېره شته چې ښايي نورې تخریبکاره ډلې د دغو وحشیانه بریدونو تر شا وي او په دې سره وغواړي چې د خلکو ژوند تریخ کړي.
د بریدونو تر شا چې هر څوک وي، دومره ویلی شو چې وحشیان او ظالمان دي، خو دا هېڅکله د حکومت د ناکامۍ او کمزورۍ لپاره توجیه نه شي کېدلی. څنګه امکان لري چې داسې موټرونه چې په دومره ډېر شمېر توغندي پکې ځای پر ځای شوي وي او د کابل ښار تر مهمو سیمو راشي او له هغه ځایه دې بیا داسې بریدونه وکړي!؟ تر دې وړاندې هم داسې بریدونه شوي وو، ولې بیا بیا دغه ډول بریدونه کېږي؟ څنګه بریدکوونکي بیا بیا په ورته کار توانېږي؟ زموږ کشفي او استخباراتي ادارې او بیا پولیس ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه شي نیولی؟
دا او دې ته ورته پوښتنې شته چې لا ځواب شوې نه دي او پکار ده چې حکومت یې ځواب کړي. له بده مرغه حکومتي چارواکي په ډېرو کوچنیو مسایلو بوخت دي. زموږ د ولسمشر لومړی مرستیال د کوڅو د غلو او سړکونو په پاکولو بوخت دی. امنیتي ادارې مو د بې کفایته او کمزورو چارواکو له امله فلج شوې دي او ورځ تر بلې نوې او خونړۍ پېښې پکې کېږي. له دغو پېښو سره پر کابل ښاریانو د وېرې او وحشت یوه څپه خپره ده او همغسې یو احساس ورته پیدا شوی، لکه د نجیب د وروستیو کلونو پر مهال چې ورته پیدا شوی و. دا رښتیا هم بد احساس دی؛ ځکه چې له یوه اړخه وېره او وحشت دی او له بله اړخه د بد راتلونکي بوی ترې راځي.
حکومتي چارواکو ته پکار ده چې له فساد او بې کفایتۍ را ووځي، د خلکو ژوند ته پام وکړي او پرې نه ږدي چې دا حکومت لا زیات د خلکو له سترګو وغورځي. پرونی حالت په هېڅ ډول د زغم وړ نه دی او که حکومت د دغسې بریدونو مخه هم ونه شي نیولی، نو بیا په رښتیا هم د نجیب د واکمنۍ د تکرار او بد راتلونکي وېره زیاته ده.