د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ د ۴۸ شکمنو پېښو له ډلې درې یې مثبتې دي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د وري په لسمه د پورتني مطلب پر بيانولو سربېره وويل، د کرونا ناروغۍ یادې درې مثبتې پېښې دوه یې په هرات او یوه یې په نیمروز ولایت کې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو په ګډون تر اوسه ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ٣ مړه او پنځه نور بېرته روغ شوي دي.
هرات ولایت چې له ګاونډي هېواد ايران سره پوله لري، تر اوسه ډېری پېښې په کې ثبت شوې دي، چې په ټوله کې یې پر کرونا ناروغيو د اخته کسانو شمېر ۸۴ ته رسیږي.
تر اوسه ٤ په کابل، ۸۴ په هرات، پنځه په فراه، څلور په سمنګان، څلور په نیمروز، درې ـ درې په لوګر، بلخ، دوه په زابل او یوه یوه په کاپیسا، ننګرهار، غزني، دایکنډي، کندهار، بادغیس او سرپل کې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له ناروغۍ د مړو شوو شمېر ۳۱زرو ته رسېدلی چې یواځې لس زره یې په ایټالیا کې دي.
د نړيوالو سرچينو په حواله، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ ۶۶۰زره کسان اخته شوي او ۳۱زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۱۴۰زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ۱۱۷ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ٣ مړه او پنځه نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې او وقايې غوښتنه کړې ده.
بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.