د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له ناروغۍ د مړو شوو شمېر ۳۱زرو ته رسېدلی چې یواځې لس زره یې په ایټالیا کې مړه شوي دي.
د کرونا ويروس چې څه باندې درې مياشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ ۶۶۰زره کسان اخته شوي او ۳۱زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ټوليزه توګه ۱۴۰زره کسان بېرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته شوي، هلته تر ننه پورې شاوخوا ۱۲۳زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی او۲۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له دغو هېواونو په هر يوه کې تر ٢زره زيات مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ۱۱۷ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ٣ مړه او پنځه نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې او وقايې غوښتنه کړې ده.
بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.