له افغانستان سره د مرستو لپاره د مرستندویانو کنفرانس جینوا پرون پیل شو چې پکې بېلابېلو ویناوالو د سولې پر پروسه، بشري حقونو، د افغانستان پر راتلونکي او نورو مسایلو خبرې وکړې. په دې کنفرانس کې به مرستندویان له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړي. د افغانستان حکومت د څه باندې څلورو میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي، خو ویل کېږي چې مرستې به د افغان حکومت له غوښتنې کمې وي.
له افغانستان سره د مرستندویانو کنفرانس په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړیږي. تېر کنفرانس په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی و چې پکې له افغانستان سره د څه باندې ۱۵ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وشوه او تر هغه وړاندې کنفرانس په ۲۰۱۲ کال کې په توکیو کې جوړ شوی و چې له افغانستان سره پکې د څه باندې ۱۸ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه شوې وه. دا ځل کنفرانس له تېرو کنفرانسونو سره درې اساسي توپیرونه لري. لومړی دا چې د مرستو ژمنې به د څلورو کلونو پر ځای د یو کال لپاره وي. دویم دا چې مرستې به کمې شي او د افغانستان د حکومت لخوا د څلورو میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنه به ونه منل شي. درېیم دا چې مرستې له سختو شرایطو سره تړل شوې چې مهم پکې د سولې په برخه کې پرمختګ او سراسري اوربند دی. له همدې امله دا کنفرانس له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر لري.
دا کنفرانس په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې پروسه روانه ده او که بریالۍ شي ښايي چې یو کال وروسته په افغانستان کې بل حکومت وي. ښکاري چې مرستندویان هم همداسې فکر کوي، ځکه خو د مرستو موده یو کال ټاکل کېږي. له بله اړخه داسې ښکاري چې د سولې د پروسې بریالي کول هم د نړیوالو غوښتنه ده، نو ځکه یې د سولې د پروسې په برخه کې پرمختګ او سراسري اوربند د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي. دا هغه څه دي چې حکومتي اړخ به اړ کړي چې د سولې په پروسه کې له سختو شرایطو، سرو کرښو او هغو دریځونو تېر شي چې د سولې په برخه کې خنډونه جوړوي. له همدې امله دا کنفرانس به مخامخ د سولې په برخه کې پر حکومت فشار راوړي.
د جینوا کنفرانس زموږ لپاره څو اساسي پیغامونه لري چې پکار ده جدي یې واخلو. لومړی دا چې نړیوال نه غواړي له افغانستان سره دوامداره مرسته وکړي، نو ځکه موږ باید خپله ستونزه په خپله حل کړو او نور پر نړیوالو تکیه ونه کړو. دویم دا چې نړیوال په افغانستان کې د جګړې دوام نه غواړي، نو ځکه سوله د مرستو لپاره د شرط په توګه یادوي. هغوی چې فکر کوي نړیوال به ورسره تل په جګړه کې مرسته کوي، باید درک کړي چې نور یې ملګري ورسره په جګړه کې مرسته نه کوي او هغوی هم د جګړې پر ځای سولې ته ترجیح ورکوي، نو ځکه دوی هم باید پر سوله ټینګار وکړي. درېیم مهم او اساسي پيغام دا دی چې د نورو مرستو تل مشروطې وي، زموږ لاسونه او پښې راتړي، نو ځکه موږ باید خپله خپلې ستونزې حل کړو. موږ ته پکار ده چې پر سوله ټینګار وکړو. د جګړې له ختم وروسته او په سوله کې به نه موږ د نورو دا ډول مرستو ته اړتیا ولرو او نه به هم اړ وو چې د هغوی هر ډول شرایط ومنو. له همدې امله د سولې لاره د عزت لاره ده، د سوالګرۍ او د نورو له شرطونو د خلاصون لاره ده او پکار ده چې موږ همدا لاره غوره کړو.