په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د هرات په لابراتوار کې یې د ګڼو کسانو سمپلونه اخیستي چې له دې ډلې ۲۲ یې مثبت و او په دې سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت وایي چې په هرات کې ښایي وضعیت تر دې هم خراب شي نو خلکو ته په کار ده چې د دوی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او له کورونو بهر و نه وځي. بلخوا د عامې روغتیا وزیر بیا پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي وو، چې دوی له کرونا سره د مبارزې لپاره سل میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دده په خبره دمګړی دوی ته ځانګړې شوې بودیجه کمه ده او کرونا هېواد له ستر خطر سره مخ کړی دی.