په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر اوه سوه زره واوښت. د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۲۱۹۴۶ ته رسېدلی دی. همدا راز په ټوله نړۍ کې ۳۳۹۶۶ کسه د کرونا یا کووید۱۹ ویروس له امله وژل شوي دي. امریکا د ترټولو ډېرو مثبتو پېښو په لرلو د لېست په سر کې ده. په دغه هېواد کې تر دې دمه ۱۴۲۰۴۷ کسه په کرونا اخته شوي او ۲۸۴۸ یې وژلي دي. ایټالیا بیا د مړو شوو کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده. په دغه هېواد کې د کرونا له امله تر دې دمه ۱۰۷۷۹ کسه مړه شوي او ۹۷۶۸۹ نور ورباندې اخته دي. په هسپانیه کې ۸۰۱۱۰ کسه، په جرمني کې ۶۲۴۳۵ کسه، په فرانسه کې ۴۰۱۷۴ کسه په کرونا اخته شوي دي. په ایران کې بیا د مړو شمېر ۲۶۴۰ او د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۰۹ ته رسېدلی دی. سعودي عربستان کې ۱۲۹۹ مثبتې پېښې او په پاکستان کې بیا ۱۵۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.