افغان او امریکايي چارواکي وايي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د موافقې له لاسلیکه وروسته امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې بندې کړې دي. امریکايي ورځپاڼو واشنګټن پوسټ او سټار انډ سټرایبس ویلي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې لس اډې تخلیه کړي خو د ځواکونو د ایستلو بهیر یې مبهم او غیر یقیني ښکاري. ورځپاڼې وايي، امریکا په افغانستان کې خپلې اډې له طالبانو سره د کړې موافقې پر اساس د ټولو پوځیانو د ایستلو د پلان له مخې تشې کړې دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو افغان او یو امریکايي چارواکي په قول د اډو د بندولو خبر تایید کړی دی. امریکايي ورځپاڼې د هغو اډو نومونه هم خپاره کړي چې امریکا ورڅخه پوځیان ایستلي دي. د سټارانډ سترایبس د راپور له مخې، امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.