قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند داکتر نعیم په تازه ټویټ پیغام کې ویلي چې د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د مذاکراتو طرز العمل د 2020د نومبر مياشتې په 15 نېټه په 21 مادو کې تکمیل او نهايي شوی او بیا د کوربه هېواد په حضور کې د 2020 د نومبر مياشتې په 17 نېټه ولوستل شو او یوه کاپي یی کوربه هیواد ته ورکړل شوه، خو بل پلو د دولتي مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري وایی د طرز العمل د مقدمې متن د پلاویو نور وضاحت ته اړتیا لري نو د نومبر د ۱۷مې په ګډه ناسته کې چې کوربه هیواد هم پکې و، پریکړه وشوه چې طرز العمل به عمومي ناستې ته وړاندې او یوازې ددواړو پلاوو له تصویب څخه وروسته به نهایی شمیرل کیږي.