د ملي امنیت شورا وایي چې د پخوانۍ نېټې له اعلان سره سم د طالبانو بندیان نه خوشي کېږي. له دې مخکې ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۳۱مه خوشي شي او افغان حکومت ویلي وو چې په لومړي پړاو کې به سل طالب بندیان خوشي کېږي. خو د ملي امنیت شورا د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وایي چې په یاده نېټه دا بندیان نه خوشي کېږي او تر نامعلومې مودې پورې يې پروسه ځنډېدلې ده. هغه وویل چې پرون د دواړو لورو ترمنځ په دریېم ویډیو کنفرانس کې پرېکړه وشوه چې د طالبانو یو پلاوی افغانستان ته راځي. د فیصل په وینا، د بندیانو خوشي کولو په تړاو نورې تخنیکي خبرې به په افغانستان کې کېږي. ده زیاته کړه، ډېر ژر به د طالبانو یو تخنیکي پلاوی د سره صلیب نړیوالې ادارې په همکارۍ کابل ته راشي او په بګرام کې به د افغان دولت په کوربه توب د بندیانو پر خوشي کولو خبرې کوي.