د ننګرهار له زندان څخه ۴۶ زندانیان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له بنده خوشې شول. ددې ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل، چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۴۶ زندانیان له بنده څخه ازاد شول. میاخېل زیاته کړه چې په خوشې شویو بندیانو کې ۴۱ نارینه او پنځه میرمنې شاملې دي. دغه اقدام داسې مهال دی چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د هېواد له زندانونو ۱۰ زره هغه بندیان خوشې شي، چې دوسیې یې جدي نه دي. خوشې کېدونکي بندیان په ترهګریزو بریدونو تورن نه دي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.