پرون ولسمشر غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره کتلي دي. ارګ وايي چې دوی د مصالحې عالي شورا پر جوړښت او لومړنۍ غونډه خبرې اترې کړي دي. تر دې وړاندې اروپايي اتحادیې په یوه اعلامیه کې د مصالحې عالي شورا د ژر جوړېدو غوښتنه کړې وه چې ورپسې امریکا هم دا غوښتنه تایید او تکرار کړه. اوس داسې ښکاري چې ارګ له پرله پسې فشارونو وروسته حاضرېږي چې دا شورا جوړه کړي.
د مصالحې عالي شورا د عبدالله او اشرف غني د سیاسي توافق یوه مهمه برخه او د ولسمشر غني ژمنه وه چې لا هم د مصالحې توافقي عالي شورا نشته. ارګ یوه هڅه کړې وه او یو ځل یې شورا جوړه کړه، خو هغه کار یې د دې شورا د مشر او سیاستوالو له مخالفت سره مخ شو. پر ارګ له وړاندې فشار و چې دا شورا جوړه کړي، خو داسې ښکارېدله چې ارګ په قصدي او شعوري ډول د دې شورا د جوړېدو مخنیوی کاوه او یا یې هم داسې ګامونه اخیستل چې د شورا د جوړېدو پر ځای د لانجې او اختلاف سبب شي. د ارګ د دغه کار هدف دا و چې غوښتل یې د سولې په چاره کې ټولې پرېکړې په ولسمشر پورې منحصرې کړي او په دې برخه کې بل چا ته واک او صلاحیت ور نه کړي. که د مصالحې عالي شورا جوړه شوې وای، نو په طبیعي ډول به شورا صلاحیتونه او واکونه لرلی او ولسمشر به بیا د سولې په چاره کې خپلسري تصمیمونه نه شوای نیولی. د سولې په چاره کې تر اوسه اساسي ستونزه همدا وه چې ټول واکونه یوازې له ولسمشر سره وو. ارګ د سولې په برخه کې د ټول نظام او جمهوریت دریځ انحصار کړی و او یوازې هغه څه کېدل چې اشرف غني به غوښتل.
اوس هڅه روانه ده چې د سولې په تړاو د دولت دریځ د یوه شخص له انحصاره را و ایستل شي. دا چې اروپايي ټولنه، امریکا او افغان سیاستوال د مصالحې د عالي شورا د جوړېدو غوښتنه او هڅې کوي، اساسي لامل یې همدا دی چې تصمیم باید د یوه فرد پر ځای شورا ونیسي؛ ځکه چې په دې سره به هم له سولې سره د اوسني روان مخالفت مخه ونیول شي او هم به د خلکو رېښتینی استازیتوب وشي. که د جمهوریت واکمنان د جمهوریت ادعا کوي، نو د جمهوریت لپاره دا یو اړین کار دا دی چې تصمیم باید د ولسمشر له انحصاره را ووځي. یوه داسې شورا باید جوړه شي چې په هغو کې د ټولنې د مختلفو برخو استازي او مشران برخه ولري، څو د خلکو اراده تمثیل شي. له همدې امله د مصالحې د عالي شورا اړتیا ده. اوس چې ټاکل شوې شورا جوړه شي او ارګ هم اړ کېږي چې دا شورا ومني، نو پکار ده چې شورا ته په رښتیا د خلکو استازي لاره ومومي. د ټولنې د هرې برخې استازي باید په دې شورا کې وي او هېڅ لوری هم باید ترې د باندې پاتې نه شي. له بله اړخه دا شورا باید پوره صلاحیتونه هم ولري او ولسمشر باید حاضر شي چې د یوه شخص پر ځای نور همدا شورا د سولې د مهمو مسایلو په تړاو پرېکړه وکړي. همدا سمه لاره ده او همدا د جمهوریت رېښتینی استازیتوب دی.