نړیوال سره صلیب د افغانستان د روغتیايي سیستم په اړه اندېښنه ښودلې ده. نړیوال سره صلیب ویلي چې په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی نو ښایي هغه هېوادونه سخت زیانمن کړي چې روغتیايي سیستم یې کمزوری دی او په جګړه کې ښکېل دي. د سرچینې په وینا افغانستان تر ټولو ډېر په جګړه کې ښکېل دی چې د پرله پسې جګړو له امله یې روغتیایي سیستم کمزوری شوی دی او دا مسئله خطرونه پېښولی شي. دغه سازمان له نړیوالو غوښتي چې په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو لاسنیوی وکړي څو دوی وکړی شي خپل خلک د کرونا له امله رامنځ ته شوي بحران کې خوندي کړي.