آلیس ان مونرو د ۱۹۳۱کال د جولای په ۱۰مه په کاناډا کې زیږېدلې ده. پلار یې بزګر و او مور یې بیا ښوونکې وه. هغې لیکوالي له تنکۍ ځوانۍ پيل کړه. لومړنۍ لنډه کیسه یې په ۱۹۵۰ کال کې هغه مهال خپره کړه چې لا په وسترن اونټاریو پوهنتون کې محصله وه. دا کیسه د یوه سیوري ابعاد نومېده. مونرو له لومړي سره له لیکوالۍ سره مینه لرله، خو دغه برخه یې ځان ته د مسلک په توګه نه وه انتخاب کړې. مخکې تر دې چې لیکوالي د یوه مسلک په توګه انتخاب کړي، له وړو دندو او خدماتو له تر سره کولو بیا په کروندو کې تر کار پورې په همدې چارو بوخته وه. هغه د تنباکو په کروندو کې هم کار کړی دی. سره له دې هغې په ۱۹۵۱کال کې پوهنتون پرېښود او غوښتل یې واده وکړي. په ۱۹۶۳کال کې یې ویکتوریا ته کډه وکړه. همدلته یې یو کتابپلورنځی پرانیست چې (مونرو کتاب) نومېده. دا کتابپلورنځی اوس هم فعال دی او کتابونه پکې پلورل کېږي.
مونرو د ساده او په زړه پورو لیکنو له امله مشهوره ده. هغه ساده، له خاطرو ډک او د ورځني ژوند په اړه لیکل کوي. هغې په خپلو لومړنیو داستانونو کې د نجونو پر ژوند تمرکز کړی دی. تر ډېره یې د بلوغ او له کورنۍ سره د اړیکو پر مسئله خبرې کړې دي او داستانونه یې پر همدې موضوع راڅرخي. په لومړي سر کې چې ځوانه ده نو تمرکز یې د ځوانۍ پر موضوعاتو وي، خو وروسته یې چې څومره عمر ډېرېږي او سن یې لوړېږي، بیا یې همدومره تمرکز د مېرمنو پر ژوند او مسوولیتونو ډېرېږي. د مونرو د زیږېدنې ځای د وینګم کوچنی ښار دی او د داستانونو منظرې او انځورونه یې له همدې ښار جوړ دي. ډېری داستانونه یې په همدې ښار کې رامنځ ته کېږي او هغه یې د دې ښار له پېښو لارو او کوڅو سره تړي. داستانونه یې ارام بهیر لري، ورو ورو مخ ته ځي، خو تر دې آرامه سطحه لاندې یوه حیرانوونکې پېښه رامنځ ته کېدونکې وي. همداسې ورو ورو مخ ته ځي، ورو غوټه سپړل کېږي، د کیسې په اوږدو کې له ټولو رازونو پرده پورته کوي، رازونه پرانیزي او غوټې پرانیزي چې په همدې سره لوستونکی حیرانوي او په پای کې هر څه ورته عجیب وي.
هغه خپل مضامین د خلکو له ورځني ژوند انتخابوي. هغه د ښځینه ژوند مسایلو او جزیاتو ته یې ځانګړی لیدلوری لري. مخکې مو هم وویل چې په لومړي سر کې یې د پېغلو د ژوند مسایل را اخیستل، خو وروسته وروسته یې د کارونو لمن پراخه شوه او پر نورو مسایلو یې هم تمرکز وکړ. خاطرې او تېر یادونه یې په داستانونو کې ځانګړی ځای او اهمیت لري. خپل شخصیتونه پېژني، د ژوند په اړه یې فکر کوي او تمرکز ورباندې لري. له ډیالوګونو یا مکالمو په پوره مهارت استفاده کوي. د دې برخې په کارولو کې ماهره ده او ډیالګونه یې هم په زړه پورې وي. په بیان کې یې صداقت، د ژبې شفافیت، روان کلمات، دقت، په جزیاتو کې ډېر تمرکز او دې ته ورته نور هغه موارد دي چې داستانونه یې له نورو لیکوالانو او ادب لارویانو ځانګړي شوي دي.
د کاناډا یو مشهور لیکوال مارګارت آتوود، آلیس مونرو د ادبیاتو په برخه کې یوه نه تکرارېدونکې څېره بولي. هغه وایي چې مونرو د ادبیاتو په نړۍ کې یوه سپېڅلتیا ده. داسې یو څوک ده چې باید په اثارو کې یې لاسوهنه او اضافات را نه شي. لیکوالان او نقادان په دې باور دي چې هغه یو ځانګړی او په زړ پورې سبک لري. د دوی په خبره، د مونرو سبک ساده، بې تکلفه او روان دی. دوی یې مناسب او ساده ډیالوګونه هم ستايي. د هغې د داستان یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده، چې د پېښې پر ځای او شخصیتونو ډېر تمرکز کوي. تر ډېره د ښځينه وو پر شخصیت تمرکز لري، په تېره بیا پر پېچلو شخصیتونو او داسې کرکټرونو چې د دوی ژوند له ډېرو کشمکشونو او ناندریو ډک وي. د نوموړې اثار تر ډېره د ادبیاتو له مخکښانو او سترو شخصیتونو سره پرتله شوي دي. د نوموړې په اړه وایي چې اثار یې د چخوف د اثارو په څېر د دویمه درجه داستاني خط له امله ځانګړی ارزښت لري. داسې دي چې تقریبا په داستان کې کومه ځانګړې پېښه نه کېږي، خو د کیسې په دوام هرڅه دومره حیرانوونکي وي چې لوستونکی هک پک کړي. مونرو یوازې د نوبل ګټونکې نه ده؛ بلکې تر هغه وړاندې یې هم په ادبي برخه کې په کاناډا کې جایزې ګټلې دي. خو نورې نړۍ بیا د نوبل تر ګټلو وروسته لا ډېره وپېژندله. مونرو د تریلیوم په نامه یوه جایزه ګټلې ده، دا جایزه یې د (ګران ژوند) کتاب ګټلې وه. د دې جایزې تر ګټلو وروسته یې یو ځل وویل چې د لیکوالۍ له نړۍ سره به نور مخه ښه وکړي. هغې وویل: «داسې نه ده چې له لیکوالۍ سره مې مینه نشته، خو زه حس کوم چې انسان په خپل ژوند کې یوې بلې مرحلې ته رسېږي، داسې مرحلې ته چې حس کوي نور باید ژوند ته له بلې زاویې وګوري. که زما د اوسني ژوند او عمر مودې ته را ورسېږی، ښایي زړه مو و نه غواړي چې دومره یوازې شی، دومره لکه یو لیکوال چې یوازې وي. په همدې وخت کې حس کوي چې ژوند دې ښه نه دی روان او باید لا ډېر اجتماعي وې، لا ډېر له خلکو سره راشه درشره ولرې او لا ډېر خلک وپېژنې)).
مونرو د خپلې لیکوالۍ په اړه وایي: ((مخکې له دې چې د یوه داستان لیکل پيل کړم، ښه ډېر هغه په ذهن کې جوړوم. له کرکټرونو سره یې ناسته ولاړه کوم، په ذهن کې مې ډېرې خبرې ورسره کوم، دوی ټول منظوم او کله چې داستان لیکم، دوی داسې وي لکه په ذهن کې مې چې کومه نظامي ننداره تر سره کوي یا کتار کتار په نظامي پرېټ روان وي. کله کله داسې هم کېږي چې همداسې ناسته وم، له کرکټرونو سره خبرې کوم او له ځان سره یې سوچونو کې ډوب کړې وم. بیا قلم را اخلم او همدا ټولې صحنې لیکم. زه څو څو کتابچې لرم چې له همداسې ګډوډو ذهني انځورونو ډکې دي. کله کله چې دې لومړنۍ نسخې ته وګورم، وایم دا کارونه دومره ګټور هم نه دي. پوهېږی زه له هغو لیکوالانو نه یم، چې ډېر چټک دي، په چټکۍ لیکل کوي او بس همدې لیکوالۍ ته یې اړولي وي)).
د مونرو ډېر داستانونه د لومړي ځل لپاره په نیویارکر نشریه کې چاپېدل. دا د ادبیاتو او نورو لیکنو د خپراوي په برخه کې مشهوره نشریه وه. په نیویارکر کې د مونرو وروستی چاپ شوی داستان آموندسن نومېده. دا داستان په ۲۰۱۲ کال کې چاپ شو. د خوشاله سیورې ګډا، د نجونو او ښځو ژوند، ښکاره رازونه، زما د ځوانۍ ملګري، ته فکر کوې چې څوک یې؟ او تېښته د مونرو مشهور چاپ شوي او خپاره شوي داستاني اثار دي. نوموړې په خپل ژوند کې د داستانونو ۱۴ مجموعې او څلور ټوکه منتخب داستانونه چاپ کړي دي.
د مونرو داستانونه په ډېرو ځانګړو جملو پیلېږي. تاسې موضوعات په خپله نه درک کوی، بلکې د کیسې کرکټرونه یې د درک زمینه درته برابروي. ورو ورو د داستان په دوام په ډېر څه پوهېږی. لیکوالان او نقادان وايي، د دې سترې لیکوالې اثار او کیسې په مخکینیو داستاني طرحو پورې اړه نه لري، بلکې د کرکټرونو بڼې او چار چلند دی چې په ډېر څه مو پوهوي. یوه ځانګړې محرکه قوه لري چې تاسې له ځان سره ساتي. کرکټرونه یې ډېر په زړه پورې وي، دومره حقیقتونو ته نږدې وي چې تاسې یې احساسولی شی. د کرکټرونو په انځور او وړاندې کولو کې له ځانګړي هنر برخمنه ده. کله کله داسې هم کېږي چې تاسې پخپله خپل ځان د کرکټرونو پر ځای تصور کولی شی، لامل یې دا دی چې هر څه حقیقت ته ډېر نږدې دي. مونرو ته د لنډو کیسو د نړۍ ملکه وايي. ډېری لیکوالان په دې باور دي چې د مونرو د لیکوالۍ بڼې ډېر نور خلک هم لیکوالۍ ته هڅولي دي. هغې د خپلې لیکوالۍ په لومړیو کې دا راز پیدا کړ چې خپلې تجربې او له حقیقت په استفادې ښې کیسې پنځولی شي. هغه د واقیعي ژوند په ارزښت پوه وه او همدا ژوند یې په کیسو کې انځوراوه. هغې د خپلو اثارو د لیکلو لپاره خپله شاوخوا نړۍ کتله. هر څه ته به ځير وه، هر څه یې په څکو غوږونو اورېدل، په پوره حیرانتیا یې د سترو لیکوالانو لکه چخوف، جیمز جویس او نورو اثار لوستل.
د نړۍ د ادبیاتو د مطالعې په برخه کې فعال لیکوالان او څېړونکي وایي چې آلیس مونرو د ادبي پدیدو له اړخه له جین آستین سره د پرتلې وړ ده. کنایې، له غیر مستقیمو لارو د مفاهمو رسول او دې ته ورته عادتونه مخکې له دې چې د نوموړې په کرکټرونو او داستانونو کې راشي، د هغې په خپل شخصیت کې هم شته. مونرو تل وایي، هغه لیکواله ده، خو وایي چې د پخواني او زاړه سبک لرونکې ده. په دې مانا چې هغه ځان ته د زاړه سبک لرونکې لیکواله وايي. نوموړې وايي، دا داسې لیکواله ده چې کلیوالي نړۍ ورته ښکلې وه، د هغه کلیوالي د نړۍ په اړه لیکل کوي چې په چټکۍ د بدلون په حال کې ده. مونرو وایي، که نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده، خو د انسانانو اصلیت او بنیات په خپل حال دی. دوی اوس هم هغه څه غواړي چې پخوا وو، دوی له نوې نړۍ سره د راحتۍ او هوساینې احساس نه کوي. داستان ته د مونرو د لید زاویه یوازې په همدې وړو خبرو پورې نه محدودېږي؛ بلکې ډېرو خبرو او څېړنو ته اړتیا لري.
آلیس مونرو په ظاهري توګه هم وړه او ارامه ده. دومره چټکه نه ده، په لیکوالۍ کې یې چټکوالی او ډېرې منډې منډې نه خوښېږي. شخصیت یې ارام او دوستانه دی. هغه په قصدي توګه له هغو مسایلو ځان لرې ساتي چې ځینې لیکوالان روښانفکري ورته وایي یا خپل اصطلاحات یې ورته وضع کړي دي. د هغې نورمال ژوند خوښېږي او له جنجالونو لرې ده. په قصدي توګه ځان له بحثونو او بحث پاروونکو مسایلو لرې ساتي. هغه تر ډېره عملګرا ده، په دې مانا چې تر خبرو یې کار خوښېږي. همدا چې څو شېبې ورسره کېنی، د هغه هوښیارانه حضور ته به مو پام شي. د نوموړې همدا ځيرکتیا د دې سبب شوې چې تجربې یې ډېرې شي او له دې تجربو په خپله لیکوالۍ کې ګټه واخلي. ډېر کم شیان به وي چې د مونرو په چاپېریال کې د هغه له تحلیل او سترګو پټ پاتې شي. هغه د انسان ډېرو بنسټیزو پوښتنو ته د یوه ارام فیلسوف په توګه له فکر او علمي استدلال ډک ځواب ورکوي.
په ۲۰۱۳کال کې د نوبل بنسټ د مونرو د اثارو ښېګڼې ته په کتو د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه ورکړه. هغه د نړۍ په تاریخ کې دیارلسمه ښځه وه چې د نوبل جایزه یې وګټله. هغه مهال یې ۸۲ کاله عمر درلود. د نوبل اکاډمۍ وویل چې هغه د داستان لیکلو په برخه کې خپل ځانګړی سبک او هنر لري. هغه ظرافت ته پام کوي، دقت لري او واقعیتونو ته له نږدې ګوري. د نوبل بنسټ هغه مهال ویلي وو: «ځینې لیکوالان هغه د کاناډا چخوف بولي». هغه لومړنۍ کاناډایۍ ده چې دا جایزه ګټي. د نوبل کمېټې هغې ته همدا راز د معاصرې لنډې کیسې د استادې لقب هم ورکړی دی. آلیس مونرو لا هم لیکل کوي، لا هم غواړي د خلکو تجربې ولېږدوي. لا هم لګیا ده او هڅه کوي چې د خپلې زړې نړۍ خاطرې له نوي جهان سره وتړي او تر خلکو یې ورسوي. هغه لا هم د نړیوالو له لوري ستایل کېږي او ادبي کارونه یې ډېر مینه وال لري.