پرون د ورځې تر پایه په هېواد کې ۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی. ددې پېښو ډېره برخه یې په هرات ولایت کې ثبت شوې ده. د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې ددوی لابراتوارونو ته پرون تر ۱۷۰ ډېرې مشکوکې پېښې ورغلې خو له دې ډلې یوازې ۲۵ یې مثبتې وې. همدا راز د عامې روغتیا وزارت بیا وایي چې په کابل، نیمروز، کندهار او دایکندي کې هم څلور پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی. عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او ددوی لارښوونو ته پاملرنه وکړي.