د سولې د ټکنۍ پروسې په اړه تازه ضد او نقیض څرګندونې شوې دي. طالبان پر دغه هوکړه د موافقې خبره کوي، خو افغان حکومت بیا وایي چې تر دې دمه توافق نه دی شوی. بلخوا دلته د ملي مصالحې عالي شورا د جوړېدو او لومړنۍ غونډې په اړه هم بحثونه روان دي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه ثناء الله مخلص او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی، بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.