ملګري ملتونه وایي چې په یمن کې د جګړې له پیله تر اوسه ۲۳۳ زره کسان وژل شوي دي. د عربي القدس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګرو ملوتو د بشري حقونو د همغږۍ دفتر تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي چې د یمن جګړې له پیله تر نن ورځې پورې په دغه هېواد کې دوه لکه او ۳۳ زره کسان وژل شوي، په زرګونو ټپیان او په لکونو نور بې کوره شوي دي. یاد دفتر په دغه هېواد کې روانه جګړه غندلې او له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې له جګړې لاس واخلي. دغه دفتر دغه راز ویلي چې یمن د بدلون په حال کې دی او ژر تر ژره اوربند ته اړتیا لري.