ټرمپ له پوتین سره د نړۍ پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې ټرمپ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په نړۍ کې پر روان سیاسي وضعیت او دغه راز له کرونا ویروس سره پر مبارزه خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وایي دواړو لورو موافقه کړې چې د کرونا ضد مبارزې په برخه کې به له نږدې کار کوي او همدا راز هڅه کوي ددغه ویروس په له منځه وړلو او مخنیوي کې همکاري ولري. دوی دواړو همدا راز د انرژۍ د مارکېټونو پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې په دغه مارکېټ کې د ثبات ساتلو په برخه کې هم سره همکاري کوي.