د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري روان شوی دی. خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې قطر ته په لاره به لومړی انقرې ته ځي او هلته به د ترکیې له چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کوي. نوموړي ویلي چې له ترکیې به قطر ته ځي چېرته چې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لورو سره د لیدنو ترڅنګ پر طرز العمل د شوې موافقې او پرمختګونو په اړه د خبرو ترڅنګ هغوی و هڅوي چې نورو پرمختګونو سره هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي. خلیلزاد وایي چې تر قطر وروسته به د افغان سولې په تړاو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر کوي.