د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي طالبان او افغان حکومت باید په ګډه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه بنسټ په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د کرونا ویروس خپرېدو په افغانستان کې میلیونه خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي. د سرچینې په خبره ددې وخت دی چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې د جګړې پر ځای د کرونا پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي. د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وایي، کرونا په ټوله نړۍ کې په ستر ګواښ بدله شوې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو په کار ده چې ښکېل لوري جګړې ودروي. دغه نړیوال بنسټ همدا راز زیاتوي چې اوس هم په افغانستان کې زرګونه کسان بېځایه شوي دي، ورښتونه کېږي، د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی نو اړتیا ده چې د افغانستان ګوټ ګوټ ته بشردوستانه مرستې ورسول شي. د بشري حقونو په برخه کې دغه فعال بنسټ د بین الافغاني خبرو پر ژر پیل هم ټینګار کړی دی او هغه یې د افغان جګړې د پای لپاره معقوله لار بللې ده.