په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو دواړه لوري د طرزالعمل په ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي. په کور د ننه او بهر بېلابېلو اړخونو ددغه پرمختګ هرکلی دی. خو پوښتنه دا ده چې ایا پر اجنډا به هم بحثونه همدومره اوږدېږي او که به دواړه لوري ژر پایلې ته رسېږي؟ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړي دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه او د سولې څارونکی واحد فقیري او په امریکا کې د پوهنتون استاد ډاکټر عبیدالله برهاني. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.