امریکا پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت د نورو ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړ. له دې پرېکړې سره به روسیه او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټمي بټیو کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي کار ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا معافیت پرون دوشنبه تأیید کړ، خو هغه یادونه وکړه چې دا پرېکړه د ایران اټمي فعالیت محدودوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس په یوه بیان کې وايي د ایران د اټمي فعالیتونو پراخېدل د منلو وړ نه دي. اورتاګوس زیاتوي، د ایران د رژیم لهخوا په اټمي برخه کې اخاذي د نړۍ سولې او امنیت ته لوی ګواښ دی.