له شک پرته ، تاسو ټول د COVID-19 تباه کوونکی ویروس پېژنئ چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. په دې کړکېچنو شرایطو کې ام ټي ان په ټولو هغو هېوادونو کې چې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي خپل ټولنیز او بشري مسوولیت ته په پام سره د خپلو شریکانو، افرادو او اړوند ټولنو سره اوږه په اوږه هڅه کوي تر څو اړتیا ته په پام سره په ټولو اړینو برخو کې مرسته وکړي. په دې حساس وخت کې باید پیرودونکي له خپلې ټولنې سره په دوامداره توګه په اړیکه کې پاتې شي. د یادولو وړ ده چې موږ تر هغې د دې خطرناک ویروس په له منځه وړلو نه بریالي کیږو تر څو ټول خلک، ټولنې، خیریه بنسټونه او خصوصي سکټور په ګډه سره د دې ویروس په وړاندې مبارزه ونه کړي.
ام ټي ان کلکه اراده لري چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کې له خپلو اړونده شریکانو سره د دې تباه کوونکي ویروس پر وړاندې د مبارزې په موخه به له هیڅ ډول مرستې څخه ډډه نه کوي. لکه څنګه چې د کارکوونکو خوندیتوب او روغتیا زموږ له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي نو له دې کبله موږ د دوی د روغتیا او خوندیتوب لپاره لاندې کارونه تر سره کړي دي.
– د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو تداوم، له کور څخه په انلاین ډول د کار تر سره کولو د آسانتیا برابرول او د دوی د روغتیا او خوندیتوب لپاره د مخنیوي د لارو چارو په نظر کې نیول
– هغو کارکونکو ته چې زموږ په مرکزي او سیمه ایزو دفترونو کې په کار بوخت دي د مکروب ضد مایع او ماسکونو وېشل
– په مرکزي او سیمه ایزو دفترونو کې د مکروب ضد موادو شیندل
– د خدمتونو د برابروونکو، پلورونکو، قرار دادیانو او هغو مراجعینو په ننوتلو باندې د محدودیتونو وضع کول چې په دې نږدې وختونو کې له دې ویروس څخه د زیانمن شوو هېوادونو څخه را ستانه شوي دي.
په هغو سیمو کې چې موږ خپل مخابراتي خدمتونه وړاندې کوو د هغوی د خوندیتوب او د خپل ټولنیزو او بشري مسوولیتونو په نظر کې نیولو سره مو له لرې څخه د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لاندې اقدامات تر سره کړي دي.
– د غږ، پیغام او ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي تر سره کول.
– د اړوند ادارو لکه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د جمهوري ریاست د دفتر سره په همغږي مو د عامې روغتیا وزارت لپاره د ۱۶۶ وړیا شمېره تنظیم کړې ده، پیرودونکو ته مو د احتیاطي تدابیرو په اړه د عامې روغتیا وزارت پیغامونه استولي چې تر اوسه ادامه لري او د غږیزو خدمتونو له لارې مو هم پیرودونکو ته د مخنیوي د لارو چارو په اړه عامه پوهاوی تر سره کړی دی.
موږ غواړو چې زموږ پیرودونکي له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې پاتې شي، سر بېره پر دې موږ دوی ته په مناسبه بیه او تخفیف سره ډېر وړانديزونه وړاندې کړي دي چې د لاندې اپلېکېشنونو له لارې د لاس رسي وړ دي:
- د وړیا ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا له لارې پیرودونکي کولای شي د خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره د پیغامونو، انځورونو، فلمونو او سندرو په شریکولو سره په اړیکه کې پاتې شي، همدا راز وروستي خبرونه او تفریحي مطالب په وړیا ډول تر لاسه کړي.
- د ۱۳۱ وړیا شمېرې له لارې موږ د کرونا ویروس د خپرېدو، نښو نښانو، احتیاطي تدابیرو، د مخنیوي لارو چارو د دې ویروس په اړه د تازه خبرونو د تر لاسه کولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړي دی.
- پیرودونکي کولای شي د مومو له لارې په وړیا ډول د ۳۰ ورځو لپاره تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې پیسې واستوي.
په واضح ډول باید ووایو که چېرې د دې ویروس مخنیوی ونه شي او په همدې سرعت سره په نړۍ کې خپور شي خلک او ټولنه به له خطرناک ناورین سره مخ شي.
ام ټي ان افغانستان کلک تعهد لري چې مخابراتي خدمتونه به د افغانستان عزتمندو خلکو ته په دې حساس وخت کې د پخوا په څیر په عادي ډول وړاندې کیږي، ام ټي ان افغانستان په دې باور دی چې موږ ټول د یو بل په اغیزمنه همکاری سره کولای شو د دې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړو.