د مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له لومړنۍ غونډې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې چارې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې دا کمېټه به د سولې د تړون د شرطونو، د واک د وېش او د اوربند په تړاو یو واکمن بنسټ وي. موږ د نوې لار په دې خپرونه کې پر همدې موضوع او د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي. د خپرونې مېلمانه مو دي؛ د حقوق پوهانو د انجمن ویاند شیرین خان حبیب او د حقوقي چارو کارپوه نصرت الله حقپال. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.