ملګرو ملتونو د افغان حکومت له لوري د جوړ شوي مذاکراتي ټیم هرکلی کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما مشرې اینګرېد هایدین وایي افغان حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ګومارلی دی او دوی ددې کار هرکلی کوي. د هایدین په خبره ددې وخت دی چې په افغانستان کې ټول اړخونه جګړه ودروي او په خپلو کې د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته ورسېږي. نوموړې پر افغان سیاسیونو غږ کړی دی چې د افغانانو د پرمختګ، ښه والي او امنیت لپاره باید سره یو لاس شي او په ګډه په دغه هېواد کې د سوکالۍ لپاره ګامونه اوچت کړي. هغه ویلي ملګري ملتونه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.