ښکېل اړخونه دې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم په افغانستان کې اوربند وکړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په نړۍ کې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی دی چې له کرونا سره د مبارزې په موخه باید اوربند وکړي نو په افغانستان کې هم ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې دغه سپارښتنې ته پاملرنه وکړي. نوموړې په خپلو خبرو کې ویلي طالبان دې هم له جګړو لاس واخلي، اوربند دې وکړي او په دې توګه دې په افغانستان کې د کرونا ضد مبارزه کې له خپلو خلکو سره همکاري وکړي. نوموړې د ملګرو ملتونو پر نړیواله اداره هم غږ کړی چې طالبان اوربند ته اړباسي او په افغانستان کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.