د ناروې حکومت وايي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، دا هیواد به د ناټو د یوه غړي په توګه خپل پوځیان له افغانستان ونه باسي. د ناروې نیوز انګلیش ویبپاڼې ددغه هیواد د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، چې ناروې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکوي خو اړتیاوو ته په پام کېدای شي چې د خپل ماموریت او ونډې په څرنګوالي کې بدلون راولي. دفاع وزارت دغه راز ویلي چې له ناټو سره یې په دې اړه خبرې روانې دي چې د ټرمپ له اعلانه وروسته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه څه پرېکړه وشي. د ناروې دفاع وزارت ویلي، حتی که له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرې ښې پرمخ لاړې شي او بریالۍ هم شي بیا هم افغانستان د تروریستي ډلو له خطره خوندي نه دی. دغه وزارت ویلي، تر څو چې په افغانستان کې جګړه روانه وي د تروریزم خطر له منځه نه ځي. ناروې اوسمهال په افغانستان کې ۱۰۰ پوځیان لري.