د راپورونو له مخې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ټیم د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد غوښتي چې د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو پورې باید د افغان سولې روانه پروسه ټاکل شوي هدف او مطلوبې پایلې ته ورسول شي. بلخوا بیا ملا برادر وایي، چې د پاتې طالب بندیانو خوشي کول، تور لېست او زهرجن تبليغات د سولې په مخ کې پراته خنډونه دي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د پوهنتون استاد محمد ناصر شفیق او د سیاسي چارو کارپوه قاضي نجیب الله جامع.