د یوې نظر پوښتنې له مخې چې تازه د سولې او جګړې انسټیټیوټ له خوا شوې، د هیواد ۵۲ سلنه خلکو ویلي که چیرې هیواد ته سوله راتلای شي، نو د لنډمهاله حکومت یا له وخت مخکې ټاکنو ترسره کېدو سره موافق دي او ولسمشر غني هم باید دې ته غاړه کیږدي. دغه انسټیټیوټ د سولې روانو خبرو، احتمالي پایلو، ننګونو، فرصتونو او اندیښنو په اړه د خلکو نظرونه را اخیستي دي. دغه نظر پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۸ زره او ۶۰۰ کسانو سره خبرې شوي، ۶۳ سلنه خلکو ویلي چې دوی د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د طالبانو په فرمایش پراخو بدلونونو سره مخالف دي. همدارنګه ۷۵ سلنه نورو له حکومت غوښتي چې د سولې خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي. په همدې کچه نورو نظر ورکوونکو ویلي چې د سولې بین الافغاني خبرو پیلیدل، د تاوتریخوالي کمېدو کې هېڅ مرسته نه ده کړې. د دې نظرپوښتنې له مخې ۴۱ سلنه خلکو ویلي چې د جمهوري نظام ساتل باید د سولې خبرو کې یو لومړیتوب وي.