امریکايي ځواکونه وايي، د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د کندهار امنیتي چارواکي هم وايي چې امریکايي ځواکونو په ژیړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې د دې ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې یې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل. وسله وال طالبان وايي، امریکايي ځواکونو د دوحې تړون څخه د سرغړونو په دوام په ژیړۍ ولسوالي کې پر غیر جنګي سیمه بمبار کړی او تر ۱۰ پورې ملکي وګړي یې وژلي دي خو امریکايي لوری او افغان امنیتي چارواکي دا خبره ردوي. د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، وسله والو طالبانو د ژیړۍ ولسوالۍ په سنګ حصار سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې امریکايي ځواکونو پر هغوی هوايي بریدونه وکړل. دی وايي، دغه بریدونه د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د هغه تړون له مخې شوي چې د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو دفاع کوي.